![]() |
![]() |
|
| محلی برای اندیشیدن و روشنگری |
|
دغه لاندی نظم د بی بی عایشی هغه وحشی عاملینو ته په خطا ب کی ویل شوی چی د هغه پزه او غوږونه په دی یوشتم پیړی کی پریکړه اونړی ته خپل کرغیړن مخ یوځل بیا راښکاره کړ *************** بربرا ن دبربرو زورواکنو غوږ او پزی پریکوی د افغا ن دولت مردانو مخ د ښځی پټوی دواړه یودی سکه وروڼه بیګانه له سالم عقل دپیشرفت په لویه لارکی غټی تیګی غورځوی نن خونه دی له ډیروخته دوی ناپوه انسانان وه د امان د ریفورمونو مخالف هغه کسان وه دوی له سره افغان نه وه انګریزی ملایان وه څو په ګوتوحضراتان څوپیران ګوډ ملایان وه
مکتبونه سوځول دوی راکټ هرخواویشتل دوی مال دخلکو لوټول دوی لار پرخلکو بندول دوی په جامویی مه تیروځی داهغه تاریک فکران دی څو ملا او څو طالب که د هغو پیروان دی
چا بدل ښځه په سپۍ کړ چا بتا ن نیست له هستی کړ چا بندی ښځه په کورکړ ، چا دهغه سپین مخ تورکړ چا تیزا ب پری وپا شل چا له کوره وشړل بی فرهنګه انسانا ن دی مونږ له وخته دا ویل
څه د پا ره ورته ګورۍ له قد رته را چپه کړی سره یوموټی یولاس شی زرپوره خپل وجیبه کړی له دی پوچوسپک سرو خپل ملت اوخلک آزاد کړی خپل صفونه رانژدی کړی سوی زړه د(مل) ښادکړی
پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل) جرمنی ۱۱-۸-۲۰۱۰
بانک موضوعی وبگاه " روشنایی "
مطالب خود را از طریق ایمیل sarajadib@gmail.com بما بفرستید |
||||||||||||||||||
|
+ نوشته شده در
۱۳۸۹/۰۵/۲۲ساعت 1:3 توسط مسئول بخش |
|
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیف عناوین مطالب وبگاه = = |
| درباره وبگاه روشنایی |
|
| پیوندها |
|
رویدادمهم جهان و تقویم جستجو " گوگل Googl " غذا های افغانی موسیقی فارسی - دری آثار سخنرایان پارس گو |
|
RSS
|