![]() |
![]() |
|
| محلی برای اندیشیدن و روشنگری |
|
متلونه زموږ د ولسونو ارزښتناک،ویاړلې ادبي او فرهنګي میراث لمری برخه *******************************************متلونه او نقلونه د پښتو ژبې په شفاهي ولسي ادب یا فولکلور کې یوه غوره او په زړه پورې برخه ده، چې په لنډو خوندوروجملو، پاکو اوسپیڅلو ویناوو، افکارو او خوږوالفاظواو حکمتونو کې د پښتني او انساني ژوند مختلفو اړخونو ته په ډیر عالي او جامعی ډول دعوامو خلکو په ژبه یومطلب او موضوع په ډیر بلاغت اوفصاحت تشریح او توضیح شوی دی ، تر څو اوریدونکي اولوستونکي وکولای شي ترینه پوهه او خپل هدف او مقصدتر لاسه کړي . متلونه دهرې ژبې یوه لویه او خوندوره ادبي برخه ده، او د پښتو د ژبې یوه بډایه زیرمه او شتمنې ده . متلونه د ولسي ادب په بڼ کې د عوامو وګړو ږغ دی ، چې په ولسي خبرواترو کې د پاخه او قوي استدلال، منطق او کلام ښکلا په کې نغښتې ده ، او هر متل ځانته یو ټاکلې پیغام لري، او ستونزمنواو کړکیچنوحالاتو ته داسی لاره غوره کوي، چې د خلکو لپاره د قناعت او منلو وړ وي او څوک د شک او تردیدپه ګمان ورته و نه ګوري .همدا وجه ده چې متلونه د ولسي او ټولنیزو د تجربو له عمله جوړ شوې دي او په عمل کې تطبیق شوې دي چې شمیر یې خورا زیات دي . ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ په ټولنه کې یو نامتولیکوال ، وتلې شاعر اوپیژندل شوې ادبي او فرهنګي شخصیت دی، د پښتو متلونو په هکله په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي : (متلونه د ولسي ادب په بڼ کې یوه په زړه پورې برخه تشکیلوي چې د یوه نسل نه بل نسل ته، دیوه ولس نه بل ولس ته ور باندې افکار ، کلتوراو دودونه د هماغه ولس د عامه ذهنیت په منلي شوي چوکاټ کې لیږدول کیږي.) په رښتیا سره متلونه زموږ د ټولنې او ولسونو هغه ارزښتناکې با مفهومه ساده ویناوې دي چې دلنډیو په شان د مضمون ، شکل او موضوع له پلوه ډیر غني او ځانګړې پیغام ، مقصد او مطلب لري او د خلکو په منځ کې په خپل وخت او زمان کې د یوې خولې نه بلې خولې ته د ادبیاتو د تاریخ په پاڼو کې تر ننه پورې رسیدلې دي، تاریخ او ویونکي یې معلوم نه دي .په متلونو کې د یو قوم او ولس فرهنګ او کلتور، دودونه، علم او پوهه، تجربه او د لوړوفکري اړتیاوو اندازه معلومیږي، همدا وجه ده چې متلونه هغه په زړه پورې او پخې ویناوې دي، چې ولسونو له ډیرو اوږدو تجربو وروسته تر لاسه کړې دي . ارواښاد دوست شینواری چې یو نامتواو پیاوړی لیکوال دی د پښتو متل د مفهوم او شکل په برخه کې داسی وایي : ( دمتل بلاغت او فصاحت پدې کې دی چې د فورم له مخې ساده او عام فهمه او د افادې له پلوه په هدف رسا او سم لګیږي .) دبیلګې په تو ګه دا متل ګورو: (که غر جګ دی په سر یې لاره ده .) دا متل خلکو ته لار ښوونه کوي چې ای انسانه د کبر او بی ځایه غرور او ځان غوښتنې نه ځان وژغوره. دانسان لپاره تواضع، فروتني، زغم اوبرده باري لوی صفت دی.زما په آندهر څوک په دی خبرو باندې قناعت کوي اوخپلونیمګړتیاووته پاملرنه کوي . د متلونو ویونکي په ټولنه کې داجتماعي او انساني عملي ژوند اوتفکرهر اړخیز تصویرونه دخپلې پوهې او حکمت په وسیله په لنډو ګټورو او خوندوروجملو او الفاظو کې د خپلو تیروتجربو اوازمیښتونودلاسته راوړنوپه نتیجه کې زموږ او نورو خلکو مخکې ایښې دي . دبیلګې په توګه دا متل ګورو چې په ژوند کې عملي بڼه لري. ( پردې کټ تر نیمو شپو وي .) که چیرې دغی متل ته وګورو دا نتیجه تر لاسه کوو چې د خلکو مال خپل مه ګڼۍ، او په پردو باندې اتکا کول او خپل لوړ ارزښتونه او دودونه له پامه غورځول دلته تحلیلوي . متلونه په یوه ټولنه کې د رواني، ذهني او معنوي ښیګڼې او روزنې په لحاظ د خلکو او ولسونو د ټولنیز ژوندپه بیلا بیلوبرخو کې د پنداو انتباه، نصیحت اوعبرت په توګه یوه ستره تربیتي او توضیحي وسیله ده ، چې د یو ملت او قوم رواني او روحي وضعیت او حالات تسکینوي اوپياوړې کوي .دبیلګې په تو ګه دا متلونه ګورو: ( بلا وه برکت یې نه وه .) دا متل د خلکو په منځ کې هغه وخت استعمالیږي، چې زموږ ولس د مختلفوغمجنواوتباه کوونکو حوادثواومصیبتونو سره مخامخ شي، مګر د دغو حوادثو نه ځان وژغوري . په دی حالاتو کې د خلکو په منځ کې دا متل خوله په خوله ګرځي . یا دا متل ګورو: ( بی عقل دومره په بل نه کوي، لکه په ځان .) په دی متل کې اصلاحي او انتقادي روحیه پرته ده.خلکو ته لارښوونه کوي چې د علم، عقل ، سوچ او منطق نه کار واخلي او خپلې ستونزې او ناخوالې په ژوره او دقیقه توګه وڅیړي او د تعقل، علم او پوهې او استدلال په وسیله د حل لاره او پریکړه ورته سمبال کړي . یا د ا متل ګورو: ( اول سلام پسې کلام .) دا متل د اجتماعي او انساني ارزښتونوله پلوه د خلکو په منځ کې ډیر اهمیت او ارزښت لري او په عنعنوي ډول، اوعقیدوي او انساني توګه انسان ته احترام او دانساني ژونداساس او پایښت فضیلت، ادب او حرمت ګڼي ،انسان او انسانیت ته په درنه سترګه ګوري . په رښتیا سره چې زموږ په ټولنه کې متلونه په عملي بڼه د خلکو په منځ کې ځای پیدا کوي او په حقیقت کې په هر متل کې د ژوند د بیلا بیلو اړخونوپه هکله یوه ستره، لویه اوپراخه لارښوونه پرته ده . دبیلګې په توګه دا متل ګورو: ( اوسپنه چې څومره ټکیږي، هغومره پخیږي .) د دی متل نه مالومیږي هر څومره چې خلک د مختلفو ستونزو، سختې او ناوړو حوادثو او پیښو سره مخامخ کیږي هغومره تجربه اخلي او په راتلونکي ژوند کې ځان هرومرو له دا شان ستونزو څخه ژغوري .په دی آخرو کلونو کې هغه ستونزې او ناخوالې چې زموږ په خلکو باندې تحمیل شوې دي او زموږ ولس ورسره مبارزه کوي د دی متل عملي بڼه زموږ په ټولنه کې تطبیق کیږي . لنډه دا چې هر متل ځانته خوند، ښکلا او ژورې ماناګانې لري او د پښتنو د ولس هغه بډایه پانګه ده، چې د ټولنې د انساني ژوند په بیلابیل اړخونو یې هر اړخیزې څرګندونې کړې دي. په متلونو کې دولس خوښي اوخپګان، غمونه او دردونه، ستونزې اوناخوالې، لوړ اوژور انساني ارزښتونه، اجتماعي او انساني عدالت او انصاف، ټولنیزه توصیه، دفضیلت اواخلاقي درسونو لارښوونې، تاریخي، سیاسي او اجتماعي مسایلو ته په انتقادي ډول پاملرنه، د وطن جغرافیوي حالاتو ته کتنه، مذهبي او روحاني لارښوونې ،اقتصادي ستونزې ته پاملرنه، مینه ، محبت او ښکلا، پت او میړانه، وطنپالنه، اتحاد اواتفاق، د ولس سره ژوره مینه او داسی دنورولوړو او عالي ټولنیزومسایلواو پیښو مفاهیم اومقصدونه توضیح او تحلیل شوی دي . ښاغلي سر محقق زلمی هیواد مل چې زموږ دهیواد یو تکړه او مخکښ لیکوال ،نامتو څیړونکې او فو لکلور پوه دی په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي : ( کوم شهکاري حکمت او فلسفه چې په فولکلورکې ځان ښکاره کوي د هغو ټولو نسبت ولس ته کیږي . او ولس په اجمالي او مجموعي ډول سره عالم ، حکیم، مبتکر او فیلسوف دي .) دبیلګې په تو ګه دا متل ګورو: ( دخلکو زور د خدای زور دی .) له دی متل نه داسې مالومیږي که زموږ خلک متحد شي او د اتحاد او اتفاق لاره ونیسي بیا نو دغه قوت او زور هیڅوک نشي ماتولی، لکه دخدای(ج) زور چې هیڅوک یې نشي ماتولی.په رښتیا سره په دی متل کې لوی مفهوم ،مقصد اوحکمت نغښتې دی چې هر انسان ته دمنلو وړ دی، شک او تردید په کې ځای نلري . دا جوته ده چې پښتو متلونه یو ملي امانت دی او په متلونو کې لوی حکمت او ژوره پوهه پرته ده . زما په نظر د هر پښتون او ادب پوه ، ملي، ادبي او فرهنګي شخصیتونودنده ده چې خپلو وګړواو راتلونکو نسلونو ته په دې هکله هر اړ خیز مالومات ورکړي، تر څو راتلونکي نسلونه دخپلې پوهې، تربیت او تعلیم د ودې او پرمختګ لپاره د دغو لوړو ارزښتونونه ګټه پورته کړي . په پای کې غواړم ووایم چې متلونه او فولکلور زموږ د ولس بډای تفکر او لوړ حکمت او میراث دی چې د تاریخ په اوږدو کې وتلو، نامتو اومخکښو لیکوالانو په دی هکله خپلې لیکنې او څیړنې کړې دي چې د هر لیکوال څیړنې او لیکنې د ستاینې او قدر وړ دي .ماهم دمختلفو منابعوو، کتابونو اوانترنیتي سایتونونه استفاده کړې ده او یو شمیر متلونه مې راټول اوغوره کړې دي چې د تاسو ادب دوستانو پام ورته راګرځوم . هیله مندیم چې د دغو متلونو په لوستلو خپله هنري ، ادبي او فرهنګي تنده ماته کړې . په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود
ځینې غوره شوي پښتو متلونه : ******************** اول سلام پسې کلام. ادب له بې ادبه زده کيږي. له بې ادبه زده کوه! ادب ابا مه گوری ، خورجين ئې گوری . ازمويلی څوک نه ازمويی. اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري. اصيل په جنډه کالو کي هم معلوميږي. اصيل نه ورکيږي. اصيل ته اشارت کم اصل ته کوتک. انسان تابع د احسان دي. انسان له ختا سره ملگری دی . انسان تر کاڼي کلک تر ګل نازک دی. انسان نه دی ، هغه چي د حيوان څخه ګيله کوي. انسان ته خبره خره ته لرګئ. اشنايي د شگو مزل دى . اوبه د جام له مخې څښل کېږي . ارزانه بې علته نه وي ګران بې حکمته. آموخته خور ښه دی که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور. اوبه چۍ وی تيمم ته څه حاجت دی. اوبه د سره څخه خړی دی! اوبه چې څومره زور لري ، ځمکه ورته سور لري . اوبه په ډانګ نه بېليږي. اوبه چې تر سر تيري شي، څه یوه نیزه څه دوې نیزې! اوبه چې تر سرجګې شي څه يوه نيزه څۀ دوه نيزې. اوبو، شيدې په شيدو! په اوبه اورته خپل او پردی يو دی. اور له خپلې لمنې لگېږي . اوربشي څه په ځمکه کي څه په جوال کي ؟ اورته چى نږدې کيږي خامخا سوزيږ ي. اور په اور نه مری ! اور او اوبه نه سره يوځای کيږي. اور او پنبه نه سره يو ځای کيږي. اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟ اوسپنه په اوسپنه ماتيږي . اوسپنه چې څومره ټکول کيږي هومره کلکيږي. اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي. اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي ولي کوږ دی ؟ ده ويل کوم ځای مي سم دی. اول ځان پسې جهان. اول حق د ګاونډي دی. اول سوچ کوه بیا خبره کوه. اول زده کړه ، بيا کوزده کړه. انسان له ختا سره ملګری دی. انسان له سهوې خالي نه ده. انسان ته انسانیت ضرور دی. انسان په یوه ورځ پیدا په یوه ورځ به مری. انسان زاړیږی حرص یی ځوانیږی. اعتبار په علم او ادب ده، نه په مال او نسب. اوله سودا بیا نه پیدا کیږی. اول فیل خانه جوړه کړه بیا فیل واخله. اوبۀ هم د لوښي پر مخ څښلې کېږي. اسمان ليري ، ځمکه سخته . اختیاط ښه دی په هر کار کې تلوار مکوه. ارزانه بې علته نه وى ګران بې حکمته . اشنا! انګور چې نه خورې داسې خو مه وایه چه ترش دي. اموخته خور ښه دی که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور . بد بوټى بلا نه وهي. باغ که باغوان لري ، چغال هم خدای لري. باغ چي پوخ سي باغوان کوږ سي. بخت چي کوټه سي پاچاهان ټکري خوري. بخت په ټنده دی نه په منډه. بد بانجڼ افت نه لري. بد په سلام نه ورکيږي. بد به دې په زړه لرم سلام به دې په خوله. بد تربور په بد ځای کي په کاريږي. برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري. وزه له لېوه تښتېده پر قصاب واوښته٠ برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي. بشره د انسان خوی د شيطان. بلا بيده ښه وي نه ويښه. بل ته کوهي مه کينه ، چي خپله پکښي لوېږې. بنده چي داد کي نو بې ياد کي ، الله چي ياد کي نو بې ښاد کي. بې زحمته راحت نشته. بېزاره دي له خيره يم ، سپي دي در ګرځوه. بې ښځي سړی ښه دی نه په کور کي همېش جنګ. بې عقل دونه په بل نه کوي لکه په ځان. بې چرګه به هم سباشي. بيړه د شيطان کار دى . بازخانه له بازه نه خالي کېږي. بې عمله علم ،د بې مېوې ونې پۀ څېر وي. بې قامه مقام نسته. برابر مه سې پر كور د نامردانو. بيړه دشيطان کار دى. بلاوه وه خو برکت یې نه و. بل ته چى گوته نيسې ُ ځانته درى ګوتې نيول کيږي. برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي . پاک اوسه بې باک اوسه. پټه خوله د مرکې ليوه دی. پردی خر په شا زور ور دی. پردی اور تر واوري سوړ دی. پردی زوی نه زوی کيږي. پردی سپی په ډوډۍ خپل. پردی کټ تر نيمو شپو وي. پردۍ مور نه مور کيږي. پر ښو تلوار پر بدو تاْمل. پر کور خواري خوړلي ښه دي ، نه د هنجي کُرت او غوړي. پر ګازره نه يم پر خرپ ئې يم. پر لڅه خېټه ئې ملا تړلې ده. پر لوړه وخيژه څار وکړه ، خلک چي کړي هغه کار وکړه. پر يوه باندي چي دوه شي ، ړنا ورځ ورباندي شپه شي. پړ مي که ، مړ مي که. پښتون نه دی چي د نوک جواب سوک ورنه کړي. پښتون له غيرته ځان اور ته اچوي. پښې هلته ځي چي زړه ځي . پک تر پک پوري ، نو نه چي ماغزه ئې ښکاره وي. پند ئې مه ګوره، ايمان ئې ګوره. پنځه ګوتي سره يو نه دي. په اور چى لو بيږى نو سوزيږى، پور چي تر سلو تېر شو ، وچه مه خوره. پنځه گوتي په خوله نه ننوزي . پوه سړی تر خپلي کمبلې پښې نه تېروي. په اوبو څوک نه چاغيږي. په بازيو کې تل بنګړي ماتيږي. په ژوند کښې چا پر خره سپور نه دی ليدلی د بل په اسونو پورې به خاندي . په بدلو څوک نه لويږي. په بل وطن کي د ښو کښت کوه تېرېږه. په پردي کور کي سل مېلمانه هيڅ نه دي. په تياره کي خپل سېوری هم نه ښکاريږي. په څاڅکي څاڅکي ډنډ جوړيږي. په خپلو خپل ، په پردو پردی. په خپله کوڅه کي سپی هم زمری وي. په خندا پسي ژړا ده ، په ژړا پسي خندا ده. په خواره ځمکه کي هر واښه شين کيږي. په دنيا باور مه کوه ، ګاهي لوړ ده ګاهي ځوړ. په درنو دروند په سپکو سپک . پوره ورک دي کړه دوه کوره . په ډيری کې خوره ، په لږ کې وېشه. په زحمت پسي راحت دی. په زهيرو زړو ګوتې مه واهه. په ژرنده کي دي شپه شه د زوم کره دي مه شه. په سپکو سپکتيا ، په درنو دروند تيا. پر ښو تلوار پر بدو تامل . په مځکه کي سيوری نه لري ، په اسمان کي ستوری. په نن پسي سبا سته. په وهلو څوک نه سميږي. په هر شي کي ښه او بد شته. په هغه وياله کي چي اوبه تللي وي بيا به راسي. په يوه چپلاخه د سلو مخ خوږيږي. په يوه ګل نه پسرلی کيږي. په يوه ځين کي دوه کسه نه ځائيږي. په يوه لاس کي دوه هندواڼې نه اخستل کيږي. پياز دي وي په نياز دي وي. پير که خس وي ، د مُريد بس وي. پير نه الوزي مُريد ئې الوزي. پردى خواړه يا پور دى يا پيغور . په جنګ کي الوا نه ويشل کيږي . په يوه ګل نه پسرلى كېږي. په يوه لاس کي دوه هندواڼې نه اخستل کيږي. په هغه وياله کي چي اوبه تللي وي بيا به راسي. پخپله خر نه لري دبل په آس خاندي. په ډيرو ړوندو کې يو سترګى پا چا وي. په دوو ستر ګو ځان ويني په يوه سترګه جهان . په شرم هغه شر ميږي چى پرې پو هيږي. په يو کتاب څوک نۀ مُلا کېږي . په خپله مې مُلا کړې ځان ته مې بلا کړې. په نيستۍ کي سستي او په هستۍ کي مستي مه کوه. په يوه ګل نه پسرلى کيږي. په يو څپيړه دوه مخونه خوږ يږي . پړ مې کړه ، مړ مې کړه. پټه خوله اقرار دى . په پردي کار کې کار مه لره. په سپينه جامه تور داغ د لرې نه ښکاري. ميړه په خواري بد نه ښکاري٠ په لمر يی ګټه په سيوري يې خوره٠ په غلبېل کې اوبه نه راوړلې کيږي٠ په حلوا،حلوا ويلو خله نه خوږېږي. پلار ګټلې پر زوی اسانه دي. پښتون سل کاله وروسته بدل واخيست ويل يې تلوار مې وکړ. پۀ تيارۀ کې هرڅوک ډارېږي ، څوک نارې وهي ،څوک يې نه! تازيان چي هوسۍ وهي د هغو خولې توري وي. تربور ته بې وروره مه سې ، ورور ته بې زويه ، پلار ته بې موره. تر بې عقل خپل ، هوښيار دښمن ښه دی. تر بې عقله دوست هوښيار دښمن ښه دی . تر بېکاره کښېنستل لور زېږول ښه دي. تللى وخت بېرته په لاس نه راځي. ټول عالم غنم کري زما لالی وربشی، لالیه ستړی مه شی. ټینګ عزم غرونه ماتوي . تر پردي زوی خپله لور ښه ده. ترنا صالحه اولاده نیستي یی ښه ده. تر څو رښتيا راځى درواغو به کلى وران کړى وى. تر پښو لاندي مځکه مه ګوره ، ليري واټن ګوره . تور بانجان بلا نه وهي . تر پراته زمري گرځنده ګېډړه ښه ده. ترکاڼي دبيزو کار نه ده. تر بې کاري بې ګاري ښه ده . تر خوړلي لا اميد ښه دی. تر رمې ئې سپي ډير دي. تر مړه زمري ، ژوندی ګېډړ ښه دی. تر ناپوه دوست ، هوښيار دوښمن ښه دی. ته زما دارو ، او زه ستا دارو! تربور مړ کړه ، لمر ته يي مه اچوه. . تشه لاسه ته مې دښمن يې تقدير په تدبير نه بدلېږي. تیر په هیر. جنت دمور او پلار تر پښو لاندې دى . جفا مرګی ښه ده ، نه بې اتفاقي. جاهلانو ته د علم خبرې مه کوه. جامه چې دپور شي په ځان اور شي. جنګ په وسله ، ننګ په غله. جنګ پر خاوره ښه دی ، نه پر شېدياره. جنګ جنګي کوي ، ننګ ننګي. څيراغ چي ئې په کور کي لګيږي و صحرا ته څه حاجت دی. څوک چي لاس درپوري بند کي مه ئې غوڅه وه. څوک مه واهه په ګوته ، تابه نه ولي په لوټه. څوک وائې چي زما د غړيکي خوند بد دی. څه ژرنده پڅه وه ، څه غنم لانده وه. څۀ چې کرې هغه به رېبې. څنګه حال دی؟ د دوو ښځو د خاوند نه ښه یم . ځنګل چي اور اخلي وچ او لانده ګرد ه اور اخلي. ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي. ځمکه هلته توده وي چه اور پری بل وي . ځواني يوه نشه وي، داسې نه چې همېشه وي. ځان ته ګوره بیا نو شوره . ځان ځانی خپله خواري . ځانه ځانه تر هر چا ګرانه . چا په کلي کي نه پريښو، ده ويل اس مو د ملک کره وتړۍ. چاپه قافله کي نه پريښو، ده ويل د مخ اوښ زما دی. چاړه چي د سرو زرو سي ، څوک ئې په نس کي نه و هي. چرت ئې واهه خورجين ئې بايلو. چرګه مي ناجوړه ده بهانه مي ورته جوړه دي. چرګ د مالګي په څکلو څه پوهيږي. چي بخت ئې تور سي دښمن ئې د پلار کور سي. چه زما په ډوډی مست شي هغه زما دمور میړه شي . چه ستړی نه شی موړ به نه شی . چه کری هغه به ریبی . چه د خدایه پټه نه ده د بندګانو یی څه له پټوی . چه مربي لری مربا خوره . چه مرګ وویني په تبه رضا شي . چه وخت تیر شي نو هر څه هیر شي . چیری کلاله ګوره خو خپله سیاله ګوره . چي بد ګرځي ، بد په پرزي. چي بد کوي ، بد به مومي. چي غل نه ئې د پاچا مه بېرېږه. چي بد غواړي ، پر بدو به واوړي. چي په ناز لويږي ، په زيار زړيږي. چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي. چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي. چي په مرګ ئې ونيسې ، په تبه به راضي شي. چې جنګ سوړشو ميرى تود شو. چي په ډله کي دوست نه وي ، مه پکښي کښېنه. چي تېرسو ، هغه هېر سو. چې سړى زړيږي حرص زياتيږي. چې اوږه ونه خوري له خولې يې بوى نه ځي . چي څوک دي ونه پوښتي مه ګډيږه. چي خان ئې په ياران ئې ، چي ياران نه وي توري خاوري د بيابان ئې. چي زما په ډوډۍ مست سي ، هغه زما دمور مېړه سي. چي زيار کاږي ، ګټي د هغو دي. چي ژرنده ئې ګرځي ، بلا ئې پرځي. چي عقل نه لري ، پر کور بې تل غم وي. چي غورځي هغه پرزي. چي کوچنی ونه ژاړي ، مور تۍ نه ورکوي. چې ماشوم ونه ژاړي مور شيدې نه وركوي. چې ځوان وم دنجونو يار وم چې زوړ شوم دنجونو پيغور شوم. چي کرې هغه به رېبې. چي له خدايه پټه نوي ، د بندګانو ئې ولي پټوې. چي د ياره وائې ، دځانه وايي. چي مربی لری ، مربا خوره. چي مړ سو هغه پړ سو. چي ملا وائې هغه کوه ، چي ملا کوي هغه مه کو ه. چي نه کوي حبيب ، څه به وکي خوار طبيب. چې خوب درشي بالښت نه غواړي ،چې زړۀ مئين شي ښايست نه غواړي. چې له خدايه ويريږي له هغه مه وېرېږه، چې له خدايه نه ويريږي له هغه ووېرېږه٠ چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي تورې خاورې د بيابان يې. چي نه کار په هغه دي څه کار ؟ چې باد نه وي پاڼه نه خوځيږي. چه ډب نه وي ادب نه وي . چي له خدايه پټه نوي ، د بندګانو ئې ولې پټوې. چي واورې وايه ، چي ووينې مه وايه. چي وې غواړي په خوله ، نو خورې به ئې په څه ؟ چيري کلاله ګوره ، خو خپله سياله ګوره. چاړه که دسرو ده هسې نه چې دځيګر دمنډو ده. چې باد نه وي ونې نه ښوري. چې بد کوي بد به مومي. چي څه کرې هغه به رېبې. څاڅکي ، څاڅکي درياب سي . څه دي کول ،چي پلار او نيکه دي کول . څوک مه واهه په گوته ، تابه نه ولي په لوټه . څه ژرنده پڅه وه ، څه غنم لانده وه . څوک وائې چي زما د غړيکي خوند بد دی . څه چې کرې هغه به رېبې . څه چې تيار وي هغه ديار وي. څه چې په کټوه کې وي په څمڅه کې راپورته کیږي. حساب په مثقال ، بخشش په خروار . حاجی په مکه کښی لټوه چرسی په تکیه کښی. حرام چه د چا په کور ننوتلی وي ، حلال یی هم ورسره تللی وي . حسد هسی نیکی خوري لکه بل اور چه لرګی خوري . حق خپل ځای نیسي . حیادار حیا کوله بی حیا ویل زما څخه ویریږي . خبره تر خبري پوري ياديږي. خبري زده که بيا ئې وکه. خبره تر خبرې پيدا كېږي. خاورو په ایرو واړول باد دواړه یوړل . خبره تر خبری پوری یادیږي . خپل کور یا خپل ګور. خونه که مې اوسوه دیوالونه مې پاخه شو. خبري ښې کوې . لکۍ ئې کږې کوې. خر به خندا نه پو هيږي. خپل عمل د لاري مل. خپله خوله هم کلا ده ، هم بلا. خداى دي مه لره محتاج د ناكسانو. خپل ګرېوان دبل لاس ته مه ورکوه. خپل که دي مړ کي ، ولمر ته دي نه غورځوي. خپل ځان د ي ساته ، بل ته مه وايه چي غله . خپل کور ، يا خپل ګور. خپل بدي وژړوي ، پردی به دي وخندوي. خپله خوله هم کلا ده ، هم بلا. خپله ژبه هم کلا ده هم بلا. خداى وايي: ته حرکت که ، زه به برکت کم . خرابه ښځه د بل ده. خر پلار که ، خپله چار که. خر په وهلو نه آس کيږي. خلګ په ليوني پوري خاندي ، ليونۍ په خلګو پوري. خوار چي خوار سي ، باک ئې نشته .عزيز کرده سړی چي خوار شي تل دي ژاړي.
بانک موضوعی وبگاه " روشنایی "
مطالب خود را از طریق ایمیل sarajadib@gmail.com بما بفرستید |
||||||||||||||||||
|
+ نوشته شده در
۱۳۸۹/۰۹/۰۴ساعت 13:46 توسط مسئول بخش |
|
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیف عناوین مطالب وبگاه = = |
| درباره وبگاه روشنایی |
|
| پیوندها |
|
رویدادمهم جهان و تقویم جستجو " گوگل Googl " غذا های افغانی موسیقی فارسی - دری آثار سخنرایان پارس گو |
|
RSS
|