![]() |
![]() |
|
| محلی برای اندیشیدن و روشنگری |
|
د شهیدانو د ستر سالار شهید دوکتور نجیب الله د اوولسم تلین په ویاړ انځوریز شعرونه
خدای آرزوی من
خدای آرزوی من، نجیب نازنین من
تو داستان پُر تلاطم مرا شنیده یی
و گوش داده یی
به آنچه از سرود من چکیده است
تو نازنینتر و قشنگتر از جهان من
برای من برای تار و پود هستی ام
تویی امید زندگانییم
تو یی بزرگی و غرور عشق صادقانه ام
تو یی یگانه مرد عشق من
و روشنایی حیات بی فروغ من
تو یی چراغ راه تار من
گره گشای کار من
تو آسمان من، جهان بهشت من
تو عقل من ، تو جان من، سر شت من
تو خط قسمتم، تو سر نوشت من
و خاطرات تو برای من گرانبهاست
و نام پاک تو برایم گرامی است
شاعره : داکتر فتانه نجیب
ترتیب کننده : انجنیر عبدالقادر مسعود
سور مومن
ګوره ډوبیدونکی نمر به تور ماښام ته څه وایي
دا له زرو جوړ پاچا زنګي غلام ته څه وایي
بیا په بد مستئ کې د الله حرم ننوت
سور مومن د دې جومات زاړه امام ته څه وایي
زموږ شهید په جګو سترګو سرې پاڼسۍ ته وخندل
ګوره د تاریخ قاضي به دې فرجام ته څه وایي
وینو د نجیب د شپې په تورو ونو وشیندل
عطر د منصور، خدایه لا دې مقام ته څه وایي
دا وینې به نمر شي او د شپې لمن به ټوله کړي
بیا به تلونکی شپه د زلمي نمر خرام ته څه وایي
تږی وو عاشق وو بې پروایې پر سر واړول
وپوښتئ کوترې دې خوني حمام ته څه وایي
نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوې کوزه شوه
اوس به دا دحورو زومان ټول اسلام ته څه وایي
بیا یې د حرم مارغه ته ږیره لومه لومه کړه
ګوره د مکې صیادان دغه دام ته څه وایي
تور پنجاب یې راوست د کابل پر زړه یې کښیناوه
اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وایي؟
شاعر : اکادیمیسن سلیمان لایق
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
د وینو مرجان
له باغه ورک مې خزانونه نه شول
تاند مې زموللي چمنونه نه شول
د تور وحشت د توپانو له لاسه
غوټۍ غوټۍ زړونه ګلونه نه شول
چې پیلامې د سباوون وي زما
شنه د سپیدو مې سپیدارونه نه شول
ستا د ښایست د خول غمیو په نوم
دریغه، سرې اوښکې مې لالونه نه شول
چې ستا د ناز په پښو کې ورژیدای
خړوب مې هغه ارمانونه نه شول
کړي ستا سبا خو به مخسوری زیاره
نن که دې وینې مرجانونه نه شول
شاعر : پوهاند مجاور احمدزیار
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
د وطن تاریخ کې بله پاڼه سره شوه
د وطن تاریخ کې بله پاڼه سره شوه
چې په دار یې د ختلو اوازه شوه
څنګه مړ نه شوې له دې غمه کابله
درکې مړه چې د خلاصون بله ډیوه شوه
ما هم پریښوده په چیغو ترینه لاړم
چې لولۍ ډمه په کلي میلمنه شوه
د رندانو د امید خونه شوه ړنګه
ساقي لاړه رانسکوره پیمانه شوه
سل مې خیر وه خو دسلو سردار لاړه
چې په تګ یې زمونږ شاړه میخانه شوه
د منصور ارواح یې مخ ته سلامي ځي
د جوړه وروڼو چې پورته جنازه شوه
د وطن شهیدان ټول سر په تعظیم ږدي
د ډاکتر چې د ورتللو هنګامه شوه
د ( وطن ) دپاره دار دې چې قبول کړ
د ( کفن ) سره د تا وعده پوره شوه
پهلوانه ! د وطن د سهار ستوریه
بې له تا نه پر مونږ ډیره لویه شپه شوه
د ( احمد ) او د ( امان ) او ستا ټاټوبې
وروسته ستا نه د دښمنو مسخره شوه
لوټ کاروان به کوم خوا درومي اوس ( کماله)
سالار ولاړ، چې بې سالاره قافله شوه
شاعر : کبیر کمال
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
د پت شمله !
په بې رحمۍ راغلې تیارې، زموږ رڼا یې لوټ کړه
زموږ دهیلو سباوون، زموږ دنیا یې لوټ کړه
سپیرو بادونو په تالا یوړه، ښکلا د چمن
مرغان په کوکو- کوکو ژاړي چې ښکلا یې لوټ کړه
چې پانګونه یې وه مور کړی د زړه په وینو
هغه زموږ ټولو ( نجیب ) هغه بها یې لوټ کړه
دریغه : که بیا د وطن مور راوړي ( نجیب ) نړۍ ته
د ازادۍ ډیوه د ټولې پښتونخوا یې لوټ کړه
متل دی وایي چې : سل مړه ښه دي نه سر دسلو
د ملت سر یې زموږه وواهه بقا یې لوټ کړه
پښتنو تل ده په تیشه خپله ریشه وهلې
د بیګانه وء په لمسون او په جفا یې لوټ کړه
پدې غریب ولس چې رب کومه پیرزو کړی وه
هغه پیرزو د الهي هغه دنیا یې لوټ کړه
بیا کړې نه دي چا په ژبه د ( نجیب ) خبرې
د دې ملت هغه خوږه ژبه ګویا یې لوټ کړه
سلام په څاڅکي – څاڅکي وینه دوطن د شهید
که نن توی کړې چا دا وینه که سبا یې لوټ کړه
( نجیب ) د دې وطن د پت او دعزت شمله وه
سر تیر چې ژاړمه شمله زما او ستا یې لوټ کړه
شاعر : عبدالوهاب سرتیر
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
به آنکه، در برابر فرمان واپسین فاتحانه لبخند زد
بنگـر چه فاتحانه، صبوران مرگ را
در وسعت فشرده آغوش خود کشید
بنگـر چه عاشقانه نهاد بوسه بر زمین
با زخم ها سینهء سرشار از یقین
بنگـر مسیح شهید با چه شوکتی
در جلجتا نشسته و قامت فراز کرد
بنگـر که در رکاب عروج پا نهاد و رفت
در استوای بستر معراج سر نهاد
وقتیکه می شگـفت گـل مصلوب قامتش
العاذران به شکوه گـریستند بی شمار
بنگـر چگـونه می تپد دل خورشید روزگـار
در لحظه های بر تپش یادگـار او
شاعر : عبدالرزاق ( رحی )
ترتیب کننده : انجنیرعبدالقادرمسعود
د سنګرونو شهيد
شپه ژاړي اې یارانو، شین سهار زمونږه څه شو
نشې شوې مټکورې، او خمار زمونږه څه شو
د ګل څانګه شوه ماته، د وحشي توفان څپو کې
غاټول په وینو پریوت، ګلعذار زمونږه څه شو
د باغ سیمه تالا شوه، د نا پوه باغوان له لاسه
بلبلې په ژړا شوې، لاله زار زمونږه څه شو
د تورو شرنګهار کې، د پوځیانو یرغلونه
اردل د لښکریانو، او سالار زمونږه څه شو
چې ګوډه قافله یې، سر منزل ته رسوله
لار شود د ولسونو، مددتګار زمونږه څه شو
د سولې پلوى ؤ، هم کار پوه، هم سیاست پوه ؤ
غمخوار د کونډو، رنډو، شهریار زمونږه څه شو
چې برید یې د زمري ؤ، او یرغل یې د پړانګانو
حافظ د پاکې خاورې، منصبدار زمونږه څه شو
چې سر یې د وطن، د آزادۍ په لار کې بایلود
شهید د سنګرونو، وطنجار زمونږه څه شو
چې هسکه یې شمله وه، د سپینږیرو په جرګو کې
د روغې جوړې هغه ، شمله دار زمونږه څه شو
نه شعر شته، نه ورځپاڼې، نه غزل د شاعرانو
ننګیال د پښتو ژبې، خوږ ګفتار زمونږه څه شو
ملګرو وطنوالو، یوه چیغه یوه خوله شئ
وطن تباه ، تباه دى، وطنيار زمونږه څه شو
چې مستې یې نشې وې، د پیالو په کړ سهار کې
ساقي د محفلونو، میګسار زمونږه څه شو
خاونده پاکه ربه! ستا د ستور و په ښکلا کې
ښایست د آسمانونو، مشعلدار زمونږه څه شو
شاعر : عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود
د وطن شهیده
شهید د ازادۍ یې نوم دې تللی تر اسمانه
د سولې قهرمانه¸ د سولې قهرمانه!
ارزو دې خپلواکۍ وه، ریښتینې ورورولۍ وه
وطن باندې مینه، سر په دار فخر افغانه
د سولې قهرمانه¸ د سولې قهرمانه!
شعار دې و (وطن) که نه وي نو (کفن)
شهید د خپلې خاورې، مردانه مرد د میدانه
د سولې قهرمانه¸ د سولې قهرمانه!
د سولې مشعلداره، د غلیم د سترګو خاره
یاران دې لاس په لاس شول، ستا ارزو ده جاودانه
شاعر عبدالواسع جانباز
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
دو بیتی ها
صلح صلح، صدای ما ندگـار نجیب
ترسیم خط صلـــح ابتکار نجیب
جنگ، جنگ شعــــار دشمن وطن
جنگ ضد جنگ افتـــــخار نحیب
***
صدا میکرد نجیب، شاه و گـــــدا را
بیایید طرح نو سازیم خـــــدا را
بجای جنــگ، این بد واژه ی زشت
به قاموس جا دهیم ما صلح زیبا را
***
نجیب صلح، دشمنانش جنـگ گفتند
نجیب بی رنــــگی، آنها رنگ گفتند
مبارک بـــاشــــــدش تحسین مردم
به او رحمت، به دشمن ننـگ گفتند
شاعر : رزاق ویدی
ترتیب کننده : انجنیر عبدالقادرمسعود
خاطره
ستا خاطرې
د ځمکې په ذهن کې ځلیږي
ته لمر یې
خو نه په آسمان کې
ولې د خلکو په زړونو کې
کاشکی ټول ستوري
لکه تا
مهربان وای
او
تل ځلاند
شاعر : بشیر مومن
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
اتل د پرګنو
ته سرتيرې د هيواد وې اې اتل د زمانو
ته يو ستورې د سبا وې په کوګل د تورو شپو
ډير خو لاړل ډير به راشي ستا په ليکه په دې لاره
ته سردار د همه واړو، ته لارښود د ميړنو
ستا ميړانه اوس ياديږي په هر کور کلي او قام کې
ته د سولې لوی اتل وې ته خو خوښ وې په جرګو
د وطن په نوم چې وختلې ته د دار رسۍ ته
د کفن سره پوره دې کړه وعده د ميړنو
ستا په لاره به قدم ږدي د وطن هر يو بچې
د (وطن) ، (کفن) شعار به ياد وي په ترانو
اوس اغيار هم قايل شوې ستا غيرت او لوړ همت ته
چپه خوله باندې اقرار دي اوس د وخت په تيريدو
وړاندوينې دې اوس هر چاته ښکاريږي اينه کې
افغان ګير د غم په جال کې لاره نشته د وتو
روغه جوړه دي ارمان وه د افغان عزت دې خپل و
اې شهيده! اې نجيبه! اي اتل د پرګنو
شاعر : ب . الف . لمر
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود
منصور د حق په چیغه
که په رسو مې تړي
که مې په تورو وهي
که مې په غشو ولي
که مې پر دار خیژوي
زما به قسمت دغه وي
خو که اغیار ته ورشم،
د ځان خوښۍ لپاره
د ارامۍ لپاره
د هوسایۍ لپاره
بیا نو افغان په څه یم؟
ما د وطن په مینه
چې مال و سر ورکاوه
سر پر سنګر ورکاوه
د ژوند ګوهر ورکاوه
پر عاقبت مې پوه وم
چې مئینان وي، واړه
پر همدغه لاره به ځي
منصور دحق په چیغه
تر رسۍ داره به ځي
دا ده جهان منلې !
شاعر : ایمل پیروز
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود
مطالب خود را از طریق ایمیل sarajadib@gmail.com بما بفرستید بانک موضوعی وبگاه " روشنایی "
|
||||||||||||||||||
|
+ نوشته شده در
۱۳۹۲/۰۷/۰۶ساعت 3:9 توسط مسئول بخش |
|
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیف عناوین مطالب وبگاه = = |
| درباره وبگاه روشنایی |
|
| پیوندها |
|
رویدادمهم جهان و تقویم جستجو " گوگل Googl " غذا های افغانی موسیقی فارسی - دری آثار سخنرایان پارس گو |
|
RSS
|